1/2 پرون مازديګر د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم مرستیال محترم شیر محمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د امریکا، اورپايي اتحادیې، جرمني، برتانیې، ناروې، فرانسې، ایټالیې، او ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او سفیرانو په یوې غونډه کې د انلاین کانفرانس له لاري ګډون وکړ.
2/2 د اسلامي امارت پلاوي د یاد کنفرانس ګډونوالو سره داسلامي امارت د پاليسئ، د سولييز حل او نورو مختلفو سياسي موضوعاتو په اړه معلومات او خپل نظر شریک کړ. چې مهم ټکي يې په لاندې ډول دي:
۱- د اسلامي امارت دريځ له پيله دا دی چې ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې شي‌.
اسلامي امارت د توافقنامې د لاسلیک لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته اماده وه، خو مقابل اړخ پروسه شپږو میاشتې وځنډوله. که نه اوس به ډېر پر مختګ شوی وای.
۲ - مونږ امید لرو چې د خبرو اترو له لارې د ستونزو هواري ته ورسیږو.
د يادونې وړ ده چې د مذاکراتو د پرمختګ پر وړاندي خنډونه بايد ليرې شي د اسلامي امارت د مشرانو او غړو نومونه له تور لیست څخه ليري شي.
۳ - د امریکا سره د توافقنامې پر اساس ټولې ژمني عملي شي، په ځانګړي ډول د بندیانو په اړه، تر څو د سولې پر پروسې باور زیات شي.
د افغانستان اسلامي امارت د قدرت انحصار نه غواړي، مونږ د سولې د مذاکراتو له لاري دداسي نظام را منځ ته کول غواړو چې د افغان ولس د ارمانونو او هيلو ممثل وي.
۴ - په افغانستان کې دګډوډيو مخنیوي لپاره بايد يو قوي اسلامي نظام را منځته شي، داسې نظام چې هم د هيواد استقلال او ارضي تماميت وساتي او هم قانون په هر چا عملي کړي.
په تاریخي لحاظ په افغانستان او نړۍ کې څو ګوندیزو ایتلافي حکومتونو نتیجه نه ده ورکړې، له دې وروسته هم نتیجه نه ورکوي.
۵- نړیوالې ټولنې د افغانستان سره په ملیاردونه ډالره مرسته وکړه خو د ولس په درد يې و نه خوړل، بلکې د خاصو کسانو جيبونو ته ولاړې.
مونږ نه غواړو چې ځوانان مو د هیواد څخه مهاجرشي، مونږ غواړو چې ځوانان مو په خپل هیواد کې ژوند او روزګار ولري او تللي هم بیرته راشي.
۶ - مونږ د افغانستان ځوانو طبقو ته چې د تیرو شلو کلونو راهیسي د اقتصادي مشکلاتو او بې امنیتي له وجې فرار کوي، اطمینان ورکوو چې افغانستان زمونږ او ستاسو مشترک کور دی، اسلامي امارت دېته ژمن دی، چې ستاسو لپاره هر نوعه شرایط برابر کړي، هيواد او ولس ستاسو خدمت ته اړتيا لري.
۷-افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی، مونږ ژمنه کوو چې د ټولو افغانانو لپاره سوله امیزه او سوکاله افغانستان ولرو.
مونږ خپلو خویندو ته اطمینان ورکوو چې د دوی ټول هغه حقوق به تضمېنيږي چې اسلام او افغاني عنعناتو ورکړي.
په دې اړه دې زمونږ خویندي او میندې او نړیوال تشویش نه کوي.
۸-اسلامي امارت ژمن دی چې دافغانستان خاوره داسي مصؤونه کړي چې له هغه نه ګاونډیانو او نورو هیوادونو ته مشکل جوړنشي او همدا توقع مونږ دګاونډیانو او نړیوالو څخه هم لرو.
دافغانستان په راتلونکي نظام کې به ټول افغانان دشریعت او ملي منافعو په چوکاټ کې دبیان آزادئ له حقوقو څخه برخمن وي.
۹ - اسلامي امارت په راتلونکې مرحله کې ټولو بهرنیو دیپلوماټانو، ژورنالیستانو، بشري برخه کې د موسسو کارکوونکو ته اطمینان ورکوي چې ددوی امنیت به خوندي کوي. دوی دې هیڅ تشویش نه کوي.
۱۰-په افغانستان کې لوی مشکل اوس دمخدره موادو دکښت هم دی، تر نورو مخکي يې خپله افغانانوته ډیر تاوان رسولی دی، اسلامي امارت به دنړيوالې ټولنې په همکارئ ددې ستونزې دهواري لپاره مسوليت ادا کوي.
نړيواله ټولنه بايد دهيواد دستونزو په هواري کې له اسلامي امارت اوافغان ولس سره همکاري وکړي.
You can follow @IeaOffice.
Tip: mention @twtextapp on a Twitter thread with the keyword “unroll” to get a link to it.

Latest Threads Unrolled: