د روڼتیا څار بنسټ راپور د افغانستان د کرکټ بورډ په اداره کې جدي نیمګړتیاوې په ګوته کوي
کرکټ بورډ ادارې د بورډ روڼتیا، حساب ورکونې، حکومتولي او د اداري فساد مخنیوي په برخه کې هېڅ ډول پام وړ اقدامات نه دي ترسره کړي.۱/۶
لویه ستونزه د بورډ د غړو د ګمارنې پروسې سیاسي کول او په اجراییه کچه خورا زیات بدلونونه دي. ولسمشر چې د بورډ د رییس ګمارنې واک لري، په دې ندی توانېدلی چې د مشرتابه د بدلونونو په اړه روڼتیا وساتي او هېڅکله یې هم د بورډ په مشرتابه کې د بدلون لاملونه نه دي وړاندې کړي. ۲/۶
د افغانستان په کرکټ بورډ اداره کې حداقلي اقدامات لکه د اداري فساد د مخنیوي لپاره د مناسب چلند د کړنلارې شتون په داسې موقف کې نه دی چې هلته دې د اداري فساد مخه ډب کړای شي. ۳/۶
د بورډ چارواکو خپلوان لوبغاړي په پرلپسې ډول د بېلابېلو لوبډلو لپاره غوره شوي؛ په داسې حال کې چې له دوی زیات تکړه او غوره لوبغاړي له پامه غورځول شوي دي.۴/۶
پر دې سربېره، د افغانستان کرکټ بورډ نه دی توانېدلی چې د نړیوالو مرستو سره سره په افغانستان کې د مېرمنو د لوبو لپاره لازمې فزیکي زیربناوې او آسانتیاوې برابرې کړي. ۵/۶
د روڼتیا څار له خوا د یادې څېړنې ترسره کولو څو میاشتې ونیوې او د اړینو معلوماتو لپاره یې، معلوماتو ته د لاسرسي کمیسیون څخه مرسته وغوښته؛ ځکه کرکټ بورډ چمتو نه و چې د دې څېړنې کارډلې ته اړین معلومات په واک کې ورکړي. ۶/۶
You can follow @SIAfzali.
Tip: mention @twtextapp on a Twitter thread with the keyword “unroll” to get a link to it.

Latest Threads Unrolled: